۰

د افغانستان په اړه د امریکا د نوې ستراتېژۍ جزییات

دوشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۲
په داسې حال کې، چې سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ به نن دوشنبې شپه د افغانستان او سیمې په اړه خپل ستراتېژۍ اعلان کړي، خو ځینو رسنیو د دغه ستراتېژۍ ځینې جزییات په داګه کړې دي.
د افغانستان په اړه د امریکا د نوې ستراتېژۍ جزییات
په داسې حال کې، چې سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ به نن دوشنبې شپه د افغانستان او سیمې په اړه خپل ستراتېژۍ اعلان کړي، خو ځینو رسنیو د دغه ستراتېژۍ ځینې جزییات په داګه کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې خبریال ویب پانې لیکلي، چې دوی ته د دغه ستراتېژۍ ځینې ټکي په لاس ورغلي، چې له امریکايي باوري خبریالانو یې تر لاسه کړي دي.
خبریال ویب پاڼې وايي، د سپیني ماڼۍ یوشمیر سرچینو چې نومونه یي پټ ساتل شوي امریکايي خبریالانو ته ویلي چې په نوي ستراتېژۍ کې افغانستان ته د نورو سرتېرو استول هم شامل دي.
د سرچینې په وینا د دغو سرتېرو شمېره شاوخوا څلور نیم زره ښودل شوی او تر ډېره به په هغو سیمو کې ځای پر ځای کېږي چیرته چې د افغانستان د پوځ لوي قرارګاوي دي او ولایتي جګړې ترینه کنټرولېږي.
د یادې ستراتیژۍ په یوه بله برخه کې د افغان ځواکونو د هوايي سمبالښت د پروسي پر چټک کولو او له افغان دولت سره پر ګډ کار باندي ډېر ټینګار شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ په ستراتېژۍ کې ویل شوي، چې د افغان هوايي ځواکونو هغه چورلکي او بم غورځونکي سپکي الوتکي باید ژر تر ژره افغان دولت ته وسپارل شي کومې چې د تدارکاتو او قرار داد پروسه یې د امریکې د دولت له لوری بشپړه شوي ده.
همدا راز په دغه ستراتیژۍ ویل شوي چې امریکايي او افغان جنرالان به له تر بل هر وخت له نږدي کار کوي او هڅه به وکړي چې یوه ګډه داسي قوماندانۍ رامنځ ته کړي چې ترینه د افغانستان د ګوټ ګوټ کې جګړه تر کنټرول لاندې ونیول شي.
په ستراتېژۍ کې یو بل ټکی دا دی چې هغه هېوادونه باید فشار لاندي راشي چې له ترهګرو په یو ډول نه یو ډول ملاتړ کوي او هغه مالي شبکې باید وپېژندل شي د کومو له لاري چې ترهګر تغذیه کېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین