۰

ولسمشر ټرامپ د افغانستان په اړه خپله ستراتېژي اعلانوي

دوشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۱
ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د افغانستان او سیمې په اړه خپله نوې ستراتېژۍ خپل ولس ته د وینا پر مهال اعلان کړي.
ولسمشر ټرامپ د افغانستان په اړه خپله ستراتېژي اعلانوي
ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د افغانستان او سیمې په اړه خپله نوې ستراتېژۍ خپل ولس ته د وینا پر مهال اعلان کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سپینې ماڼې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ولسمشر ټرامپ به نن دوشنبې شپه دغه ستراتېژي اعلان کړي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې د ولسمشر ټرمپ دغه تګلاره به په افغانستان او سوېلي اسیا کې د امریکا د راتلونکي چلن په اړه وي.
سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر مشر ډونلډ ټرمپ به امریکایي ولس ته په خپله وینا کې نه یوازې د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي اعلانوي، بلکې د خپلې پرېکړې په اړه به نور جزیات او سپیناوی هم وړاندې کوي.
د ستراتیژۍ د اعلان خبره له هغه څو ورځې وروسته کېږي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په کمپ ډیوډ کې له خپلو پوځي او سیاسي سلاکارانو سره د افغانستان د وضعیت په تړاو اوږدې خبرې وکړې.
ټرامپ څو ورځې وړاندې ویلي وو چې، د افغانستان په اړه به خپله لویه پرېکړه ډاګیزه کړي، چې له مخې به یې په دغه هېواد کې روانه ګډوډي ډېره راکمه شي.
په ورته وخت کې د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس ويلی و چې د افغانستان د جګړې د تګلارې د تنظیمولو د چارو راضي دی خو د نوي پالیسۍ د تفصیل د ورکولو نه یې ډډه کړي وه.
تر اوسه لا دا نده معلومه چې دغه پریکړه به څه ډول وي خو د امریکا حکومت، د حکومت سیاسي مخالفینو او په مطبوعاتو کې د افغانستان په هکله تاودنه بحثونه شویدي.
داسې ویل کیږي چې د افغانستان په هکله ډیر انتخابونه موجود دي چې پکې د افغانستان نه د امریکایي قواو بشپړه وتل، د قواو زیاتول او یا هم د افغانستان د جګړې خصوصي کول په وړاندیزونو کې شامل دي.
تېره ورځ ځینو لوېدیځو رسنیو د امریکايي چارواکو له قوله دا هم ویلي و، چې ښايي ټرامپ افغانستان ته ۴ زره نور پوځیان واستوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین