۰

غزني کې له لسو برمته شویو کسانو شپږ مېرمنې خوشې شوې

يکشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۴۴
د غزني چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا د ۱۰ برمته شویو ولسي وګړو له ډلې شپږ مېرمنې راخوشې شوې دي.
غزني کې له لسو برمته شویو کسانو شپږ مېرمنې خوشې شوې
د غزني چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا د ۱۰ برمته شویو ولسي وګړو له ډلې شپږ مېرمنې راخوشې شوې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې تېره ورځ د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې نامعلومه وسله والو کسانو د قرباغ ولسوالۍ د یوې سیمې ۱۰ کسه هرازه توکي چې ښځې او ماشومان هم په کې و، برمته کړي وو.
خو د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي، وسله والو کسانو نن سهار د دغه برمته شویو کسانو له ډلې څخه شپږ تنه چې مېرمنې دي راخوشې کړې دي.
دی وايي، د دغو دوه سیمو د خلکو تر منځ له تېرو ۱۵۰ کلونو راهیسې د اوبه پر سر شخړه ده، خو د تر اوسه د دغه پېښې جزیات نه دي په ډاکه شوي او پلټنې روانې دي.
په ورته وخت کې د سیمې اوسیدونکو هم ویلي، چې په تښتول شوېو کسانو کې ښځې او ماشومان شامل وو چې ښځې له تښتونې یوه ورځ وروسته خوشې شوي دي.
په ولسي جرګه کې د غزي د خلکو استازی چمن شاه اعتمادي د نیختې او شېر اباد تر منځ د پرتو دوه قومونو تر منځ حقوقي موضوع جنایي اړخ اخیستی او دا پیښه رامنځته شوې ده.
خو په وینا یې په دې برخه کې د حکومت مخالفینو تحرکات پیل کړي او غواړي چې حقوقي موضوعات په جنايي، قومي او مذهبي موضوعاتو بدل کړي، نو ځکه یو شمېر اهل تشیع یرغمل نیول شوي، ولې هڅه کېږي چې دا ستونزه حل شي.
جمهورآژانس:غزني
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین