۰
دي نیوز:

د امریکا وروستۍ پرېکړه د پاکستان لپاره ښه خبر نه دی

يکشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۵
په داسې حال کې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ویلي د افغانستان او سیمې په اړه یې خپله وروستۍ پرېکړه کړې، پاکستان رسنیو ویلي، چې د امریکا دغه پرېکړه د پاکستان له پاره ښه خبر نه دی.
د امریکا وروستۍ پرېکړه د پاکستان لپاره ښه خبر نه دی
په داسې حال کې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ویلي د افغانستان او سیمې په اړه یې خپله وروستۍ پرېکړه کړې، پاکستان رسنیو ویلي، چې د امریکا دغه پرېکړه د پاکستان له پاره ښه خبر نه دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د تېرې جمعې په ورځ د روانې اګست میاشتې په ۱۸ مه په کمپ دیویډ کې له خپلو لوړ پوړو پوځي چارواکو او سلاکارانو سره د افغانستان او سیمې په اړه ناسته درلوده او خبرې اترې یې وکړې.
که څه هم تېره ورځ سپینې ماڼۍ و ویل، چې په دې ناسته کې چارواکي کومې پایلې ته ونه رسېدل، خو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي و، چې د افغانستان د جګړې په اړه تصمیم ونیول شو.
ټرامپ لیکلي« په کمپ دیوید کې مو له خپلو تکړه جنرالانو او پوځي مشرانو سره مهمه ورځ تېره کړه. د افغانستان په ګډون پر ګڼو مسلو پرېکړې وشوې.»
په ورته وخت کې پاکستان وايي، د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ بالاخره د افغانستان او سیمې په اړه وروستۍ پرېکړه وکړه خو پرېکړه یې د پاکستان په ګټه نه ده.
پاکستانی ورځپاڼې دي نیوز نن یکشنبې د زمري ۲۹ مه لیکلي یقیناً د افغانستان او سیمې په اړه وروستۍ پرېکړه د پاکستان لپاره ښه خبر نه دی.
د ورځپاڼې په وینا ځکه د پاکستان په اړه ښه خبر نه دی، چې ډېرو امریکايي رسنیو د خپلو چارواکو په قول ویلي چې امریکا به افغانستان ته ۴ زره نور سرتېري ولېږي او پر پاکستان به ټولې پوځي مرستې ودروي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین