۰
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر:

د پاکستان له خاورې باید پر ګاونډیو د بریدونو لپاره استفاده ونشي

يکشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۵
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزېف و وټل وايي، د پاکستان له خوارې باید پر ګاونډیو د بریدونو له پاره کار وانخستل شي.
د پاکستان له خاورې باید پر ګاونډیو د بریدونو لپاره استفاده ونشي
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزېف و وټل وايي، د پاکستان له خوارې باید پر ګاونډیو د بریدونو له پاره کار وانخستل شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال و وټل دغه څرګندونې تېره ورځ په اسلام آباد کې د پاکستان له لوړ پوړو پوځي چارواکو سره په لیدنه کې کړې دي.
که څه هم تېره ورځ پاکستان د لوړ پوړو پاکستاني او امریکايي جنرالانو د ناستې پخلی کوی وو او ویلي یې و، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر ته ویلي وو چې پاکستان چمتو دی، چې د افغانستان د امنیت او ثبات په برخه کې مرسته وکړي، خو دا چې و وټل څه ورته ویلي په دې اړه یې معلومات نه وو خپاره کړي.
خو نن رویټر خبري آژانس په اسلام آباد کې د امریکا د سفارت په حواله ویلي، چې جنرال جوزېف ووټل د پاکستان پوځي چارواکو ته ویلي، چې له هېواد څخه یې باید پر ګاونډیو د بریدونو له پاره استفاده ونه شي.
باید و ویل شي، چې تېره ورځ پاکستاني رسنیو ته دا هم ویلي و، چې جنرال باجوه جنرال ووټل ته ویلي، چې له امریکا سره به د ترهګرو په له منځه وړلو کې د اسلام اباد همکاري د کوم امتیاز په بدل کې نه وي.
خو له هغه یې غوښتي و، چې پر پاکستان باور وکړي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې قربانۍ له پامه و نه غورځوي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر په داسې حال کې د پاکستان پوځي چارواکو ته یاده سپارښتنه کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ویلي، چې د افغانستان په اړه یې پرېکړه کړې ده.
دا چې ولسمشر ټرامپ وړمه ورځ په کمپ دیویډ کې له خپلو پوځي چارواکو سره د افغانستان په اړه کومه پرېکړه کړې، جزئیات یې نه دي په ډاګه کړي.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین