۰

ابوظبۍ د افغانستان له پاره سلګونه میلیونه ډالر ځانګړي کړي

يکشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۱
راپورونه وایي، ابوظبۍ په افغانستان کې د ۱۴ پراختیايي پروزو له پاره سلګونه میلیونه ډالر ځانګړي کړي، چې په بېلا بېلو برخو کې به ولګول شي.
ابوظبۍ د افغانستان له پاره سلګونه میلیونه ډالر ځانګړي کړي
راپورونه وایي، ابوظبۍ په افغانستان کې د ۱۴ پراختیايي پروزو له پاره سلګونه میلیونه ډالر ځانګړي کړي، چې په بېلا بېلو برخو کې به ولګول شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د عربي متحده اماراتو د راپور پر بنسټ د افغانستان لپاره د ابوظبۍ د مرستې او پور اندازه یو اعشاریه دوه میلیارده درهمه ده چې څه باندې ۳۲۵ میلیونه ډالر کېږي.
د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت، د ابوظبۍ د پراختیایي بنسټ په یوه راپور کې راغلي چې دغه بنسټ او د افغانستان حکومت له ۱۹۷۷ کال را په دېخوا په خپلو کې ښې اړیکې او همکارۍ لري او د دغې دوه اړخیزې همکارۍ د هغو کلیدي ټولنیزو او اقتصادي سکټورونو د ودې په برخه کې چې د افغانستان د خلکو په ګټه دي، مرسته کړې ده.
راپور وايي، دغه پیسې د دې هېواد مرسته ده، چې په افغانستان کې به د کرنې، انرژۍ، ترانسپورټ، صنعت، روغتیا او نورو ټولیزو خدماتو په برخه کې ولګول شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین