۰
روسیه:

امریکا په افغانستان کې له نشه يي توکو سره ریښتینې مبارزه نه کوي

يکشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۹
روسیه وايي، امریکا په افغانستان کې له نشه يي توکو سره رښتینې مبارزه نه کوي او دغه مبارزه شکمنه ده.
امریکا په افغانستان کې له نشه يي توکو سره ریښتینې مبارزه نه کوي
روسیه وايي، امریکا په افغانستان کې له نشه يي توکو سره رښتینې مبارزه نه کوي او دغه مبارزه شکمنه ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امریکا په موجودیت کې د نشه يي توکو کر کېله ډېره شوې ده او ورځ تر بلې وده کوي.
خبرپاڼه وايي، د افغانستان درېیمه برخه جمعیت د نشه يي توکو پر کرکېله او کارو بار لګیا دی او غیر قانوني وسله وال هر کال نږدې ۴۰۰ میلیونه ډالر د نشه يي توکو له درکه تر لاسه کوي.
سرچینه وایي، له افغانستانه هر کال سلګونه ټنه نشه يي توکو قاچاق کېږي او همدا راز لسګونه ټنه هغه مواد دغه هېواد ته وړل کېږي چې د نشه يي توکو په تولید او پروسس کې کار ترې اخیستل کېږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د نشه يي توکو د کارو بار پراختیا او کر کېله د جدي اندېښنې وړ بللې ده او په افغانستان کې یې پر مېشتو بهرنیو ځواکونو غږ کړی، چې له دغه پدېدې سره دې د مبارزې په برخه کې رښتیني شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین