۰

ټرامپ وايي د افغانستان په اړه پرېکړه شوې ده

يکشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۱۲
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرامپ وايي، حکومت یې د افغانستان د ۱۶ کلنې جګړې په اړه خپل وروستۍ پرېکړه کړې ده.
ټرامپ وايي د افغانستان په اړه پرېکړه شوې ده
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرامپ وايي، حکومت یې د افغانستان د ۱۶ کلنې جګړې په اړه خپل وروستۍ پرېکړه کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرامپ د تېرې جمعې په ورځ په کمپ دیویډ کې له خپلو جګپوړو پوځي چارواکو سره یو ځای د افغانستان په اړه یوه ناسته درلوده.
که څه هم تېره ورځ سپینې ماڼې و ویل، چې د افغانستان په اړه خبرې اترې وشوې، خو کومې پایلې ته ونه رسېدل.
خو تېره ورځ شنبې د زمري ۲۸ مه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د افغانستان په اړه یې حکومت تصمیم نیولی دی.
نوموړي لیکلي«په کمپ دیویډ کې د ډېرو مستعدو جنرالانو سره مهمه ورځ پای ته ورسېده او د افغانستان په ګډون زیات تصمیمونه ونیول شول.»
خو د افغانستان د جګړې په اړه یې د خپلو پرېکړو جزییات نه دي په ډاګه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر جمیز متیس ویلي و، چې د افغانستان په اړه په نوې ستراتېژۍ، کې له دغه هېواده د ټولو سرتېرو ایستل، یا هم د نور سرتېرو زیاتول او یا هم افغان جګړه خصوصي کمپینو ته سپارل هم شامل دي، خو دا چې ټرامپ او وروسره امنیتي ټیم یې په کومه پرېکړه سره رسېدلي، جزییات یې نه دي په ډاګه شوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین