۰

د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ یو کیلومتر اوږد بیرغ

شنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۴۵
د افغانستان د خپلواکۍ ۹۸ یمه کلیزه د تېر په پرتله دا ځل د هېواد په ګوټ ګوت کې په ډېر شور او زوږ سره د خلکو له خوا لمانځل کېږي.
د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ یو کیلومتر اوږد بیرغ
د افغانستان د خپلواکۍ ۹۸ یمه کلیزه د تېر په پرتله دا ځل د هېواد په ګوټ ګوت کې په ډېر شور او زوږ سره د خلکو له خوا لمانځل کېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان له لوېدیځ څخه نیولې تر ختیځ او له سویل څخه نیولې تر شمال پورې د هر ولایت خلکو په بېلا بېل ډول د د هېواد د خپلواکۍ د ۹۸ یمې کلیزې لمانځل پیل کړي دي، خو د نورو سیمو په پرتله په ختیځ کې دغه ورځ په ډېر شور او زوږ سره لمانځل کېږي.
په ننګرهار او لغمان کې د نېږدې تېرې یوې میاشتې راهسیې د دغه سترې ورځې د لمانځلو له پاره تیاری روان وو او دا مهال د ښار ټول واټونه د افغانستان په درې رنګه بیرغ ښکلي کړای شوي دي.
له دې سره ترڅنګ دغه ورځ په ډولونو اټڼو او بېلا بېلو لوبو لمانځل کېږي، خو د لغمان خلکو له نورو ولایتونو په توپیر دغه ورځ لمانځي.
د لغمان اوسېدونکو د دغه ورځې( د زمري ۲۸ مه له انګرېز څخه د شاه امان الله خان غازي د خپلواکۍ اخستلو ورځ) له پاره د یو کیلومتر په اوږد والي سره د افغانستان درې رنګه بیرغ جوړ کړی دی او دغه ورځ یې په خورا شندارو مراسمو ولمانځه.
په خوله رسنیو کې د لغمان د اوسېدونکو دغه شهکار ډېر ستایل شوی او ټول د افغانستان د خپلواکۍ مبارکي ورته ویلې ده.
جمهورآژانس:لغمان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین