۰

اروزګان کې طالبانو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

شنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۹
د پوځ چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اروزګان کې طالبانو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
د پوځ چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په اروزګان کې د ملي اردو د څلورمې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قیمتي زیاتوي، چې دغه نښته د مرکز ترینکوټ په خانقاه سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې وسله والو طالبانو تېره شپه په یاده سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ، چې امنیتي ځواکونو له ځوابیه برید سره مخ او نښته رامنځ ته شوه.
دی وايي، د طالبانو په برید کې پنځه امنیتي سرتېري ټپیان شوي، خو په ځوابیه برید کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د اروزګان د عامې روغتیا روغتون رییس امین الله توخي ویلي، چې د تېرې شپې له جګړې څخه دوی ته ۱۸ ټپي سرتېري ور وړل شوي، چې یوه تن یې ساه ورکړه او نور تر درملنې لاندې دي.
د هغه په وینا په ټپیانو کې پنځه د ملي اردو سرتېري او پاتې نور یې پولیس دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس: اروزګان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین