۰
د پاکستان د پوځ مشر:

د افغانستان د امنیت او ثبات په برخه کې مرستې ته تیار یو

شنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۵
د پاکستان لوړ پوړو پوځي چارواکو امریکايي پوځي چارواکو ته ویلي، پاکستان چمتو دی، چې د افغانستان د امنیت او ثبات په برخه کې مرسته وکړي.
د افغانستان د امنیت او ثبات په برخه کې مرستې ته تیار یو
د پاکستان لوړ پوړو پوځي چارواکو امریکايي پوځي چارواکو ته ویلي، پاکستان چمتو دی، چې د افغانستان د امنیت او ثبات په برخه کې مرسته وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ګډې کمېټې له قوماندان جوزف وټل سره په اسلام آباد کې د لیدنې پر مهال کړې دي.
باجوه له امریکایي جنرال جوزف وټل سره ژمنه کړې، چې هېواد یې د ډيورنډ فرضي په شاوخوا کې د امنیت راوستو او د ترهګرۍ په ختمولو کې له امریکا سره مرسته کوي.
جنرال باجوه جنرال وټل ته ویلي، چې له امریکا سره به د ترهګرو په له منځه وړلو کې د اسلام اباد همکاري د کوم امتیاز په بدل کې نه وي.
په ورته وخت کې باجوه له امریکايي اړخ غوښتي چې پر پاکستان باور وکړي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دوی قربانۍ له پامه و نه غورځوي.
باید و ویل شي، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د امنیت شورا کې هم پر دې توافق شوی و، چې پاکستان له ټول هغه عوامل له منځه وړي، چې له افغانستان سره یې پرې اړیکې خرابېږي.
که څه هم پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم په وار وار ورته ژمنې کړې، خو څو ورځې وروسته بېرته ترې په شاه شوي او پر خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړي.
همدا تېره میاشت پاکستاني چارواکو د امریکايي سناتورانو له یوه پنځه کسیزه پلاوي سره د لیدنې پر مهال وړاندیز وکړ، چې له افغان حکومت سره په ګډه د ډېورنډ کرښې پر شاخوا پوځي عملیات وکړي او امریکا او چین به یې نظارت کوي، خو څو ورځې نه وې تېرې چې پاکستان له دغه موافقې په شاه شو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین