۰

ټرمپ خپل ستر ستراتېژېست له دندې ګوښه کړی

شنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۹
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، پرېکړه يې کړې چې خپل لوړپوړی ستراتېژېست او سلاکار سټيفن بېنان له دندې ګوښه کړي.
ټرمپ خپل ستر ستراتېژېست له دندې ګوښه کړی
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، پرېکړه يې کړې چې خپل لوړپوړی ستراتېژېست او سلاکار سټيفن بېنان له دندې ګوښه کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سېنډرز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د سپینې ماڼۍ د دفتر رئیس جان کېلي او ستیفن بېنان دواړه دې هوکړې ته رسېدلي چې د جمعې ورځ به په سپينه ماڼۍ کې د بېنان د کار وروستۍ ورځ وي.
په ورته وخت کې بېنان بيا ويلي چې ده خپله غوښتل څو په سپينه ماڼې کې دنده پرېږدي له همدې امله يې ۱۱ ورځې مخکې ټرمپ ته خپله استعفاء وړاندې کړې وه.
ویل کېږي، بېنان واک ته د ټرمپ په رسولو کې مهم رول درلود، له همدې امله له تېرو څو مياشتو راهيسې په دې هڅه کې و، چې په سپینه ماڼۍ کې د نورو په پرتله ډېر واک ولري.
باید و ویل شي، بېنان د ټرمپ د حکومت اووم لوړ پوړی چارواکی دي چې له تېرو اوو مياشتو راهيسې د مختلفو دليلونو په سبب استعفاء ورکوي او يا هم له دندې ګوښه کېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین