۰

افغانستان بانک تر سه شنبې وروسته غير مناسب بانکنوټونه نه اخلي

شنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۶
د افغانستان بانک د روانې لمريزې مياشتې په پای کې هغه بانکنوټونه باطلوي چې منظم سوري ولري، په اوبو کې مينځل شوي وي او يا پرې ليکنه شوې وي.
افغانستان بانک تر سه شنبې وروسته غير مناسب بانکنوټونه نه اخلي
د افغانستان بانک د روانې لمريزې مياشتې په پای کې هغه بانکنوټونه باطلوي چې منظم سوري ولري، په اوبو کې مينځل شوي وي او يا پرې ليکنه شوې وي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد بانک ویاند ایمل عاشور ویلي، د افغانستان بانک به تر څلورو ورځو وروسته د افغانیو هغه بانکنوټونه وانخلي چې رنګ پرې تويې شوی وي او يا په لوی لاس سوري شوي وي.
نوموړي زیاته کړې، هغه بانکنوټونه له دې امر څخه مستثنی دي چې په طبيعي ډول زاړه شوي وي او د دغسې بانکنوټونو د اخیستلو لپاره کومه زمانې نېټه نه ده ټاکل شوې او خلک هر وخت کولی شي چې خپل زاړه او مندرس بانکنوټونه بدل کړي.
د افغانستان بانک وايي چې د نامناسبو بانکنوټونو د را ټولولو لپاره يې شپږ مياشتې وخت ټاکلی و، چې د راتلونکې سه شبې په ورځ پای ته رسېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې په ټاکلې موده کې يې د یو ميلیارد او پنځوس میلیونو افغانیو په ارزښت دغسې بانکنوټونه راټول کړي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین