۰

پوتين د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۸ کليزې په مناسبت مبارکي ويلي ده

شنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۸
د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۸ کليزې په مناسبت افغان ولسمشر محمداشرف غني ته مبارکي ويلې ده.
پوتين د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۸ کليزې په مناسبت مبارکي ويلي ده
د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۸ کليزې په مناسبت افغان ولسمشر محمداشرف غني ته مبارکي ويلې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په کابل کې د روسیې د سفارت له لوري خپره شوې خبرپانه وايي، د روسیې ولسمشر د افغانستان د خپلواکۍ ورځې د مبارکۍ ویلو تر څنګ افغانانو ته د سولې او سوکالۍ هیله څرګنده کړې ده.
ولادیمیر پوتین ټینګار کړی چې روسیه به د افغانستان د مهمو مسایلو په هواري او د دغه هېواد د ملي پراختیا په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
ښاغلي پوتین څرګنده کړې چې د سیمې د امنیت او ثبات او د دواړو هېوادونو د خلکو د خیر او سوکالۍ په برخو کې د روسیې او افغانستان اړیکې پیاوړې شي.
دغه راز د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم خپل افغان سیال صلاح الدین رباني ته د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت مبارکي ويلې ده.
لاوروف د افغانستان او روسیې اړيکې ښې ارزولې او ويلي يې دي، روسیه باور لري چې د متقابلو همکاریو پراختیا به د دواړو هېوادونو د خلکو ګټې تضمين کړي او د سيمې د ثبات او امنيت په ټينګښت کې به مهم رول ولوبوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین