۰

ټرامپ د افغانستان له پاره پر ستراتېژۍ کومه پرېکړه ونه کړه

شنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۲۹
ټاکل شوې وه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ له خپلو جګپوړو امنیتي چارواکو سره تر سلا مشورو وروسته د افغانستان په اړه د امریکا ستراتېژۍ نهايي او اعلان کړي، خو کومه پرېکړه یې ونه کړه.
ټرامپ د افغانستان له پاره پر ستراتېژۍ کومه پرېکړه ونه کړه
ټاکل شوې وه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ له خپلو جګپوړو امنیتي چارواکو سره تر سلا مشورو وروسته د افغانستان په اړه د امریکا ستراتېژۍ نهايي او اعلان کړي، خو کومه پرېکړه یې ونه کړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر ټرامپ تېره ورځ جمعه د ملي امنیت د جګپوړو سلاکارانو سره په کیمپ ډیوډ د څو ساعتونو له پاره پر دې وغږېده، چې د افغانستان له پاره مناسبه ستراتېژي وټاکي
د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سینډرز په کیمپ ډیوډ کې د غونډې نه وروسته خبریالانو ته و ویل چې ولسمشر ټولې لارې چارې څېړې او غور پرې کوي.
د هغې په وینا ولسمشر ډونال‌ډ ټرامپ به په مناسب وخت کې د امریکا ولس، زموږ متحدینو او شریکانو او ټولې نړۍ ته اعلان وکړي.
سپینه ماڼۍ وایي ښاغلي ټرامپ افغانستان ته د اضافي امریکایي عسکرو د لیږلو یا نه لیږلو پریکړه ونکړله.
باید و ویل شي، دا څوم ځل دی چې ډونالډ ټرمپ د متحده ایالاتو د ملي امنیت د جګپوړو غړو سره د افغانستان لپاره د مناسبې تګلارې د ټاکلو لپاره غونډه کوي، خو کومې پایلې ته نه رسېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین