۰

ننګرهار کې د هوايي برید پر مهال ۴۵ داعشیان وژل شوي دي

پنجشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۳۴
د ختیځ ننګرهار چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۵۴ داعش وسله وال وژل شوي دي.
ننګرهار کې د هوايي برید پر مهال ۴۵ داعشیان وژل شوي دي
د ختیځ ننګرهار چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۵۴ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت له امنیه قوماندانۍ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هوايي بریدونه تېره ورځ مازیګر مهال د اچین ولسوالۍ د مکړانه په سیمه کې شوي دي.
سرچینه زیاتوي، د امریکايي هوايي، ځواکونو له خوا په یاده سیمه کې د وسله والو پټنځایونه په نښه شول، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۴۵ داعش وسله وال و وژل شول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه هوايي بریدونو کې د داعش یوه اندازه سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوې او په وژل شویو کسانو کې بهرني جنګیالي هم شامل دي، خو هویت یې نه دی په داګه کړی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین