۰

کندهار کې ۱۴ وسله وال طالبان او سرحدي پولیس وژل شوي

پنجشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۴
امنیتي چارواکي او سرچینې وايي، په کندهار ولایت کې د سرحدي پولیسو او وسله والو تر منځ نښته کې ۱۰ طالبان او ۴ سرحدي پولیس وژل شوي دي.
کندهار کې ۱۴ وسله وال طالبان او سرحدي پولیس وژل شوي
امنیتي چارواکي او سرچینې وايي، په کندهار ولایت کې د سرحدي پولیسو او وسله والو تر منځ نښته کې ۱۰ طالبان او ۴ سرحدي پولیس وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نښته تېره شپه ډورنډ فرضي کرښې ته نېږدې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، ګڼ شمېر وسله والو د دوام درې او اغاجان د سرحدي پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل، چې د پولیسو له ځوابیه برید سره مخ او نښته د سهار تر څلور بجو پورې دوام وکړ.
نوموړي زیاته کړه، چې د سرحدي پولیسو په ځوابیه برید کې د یوه سیمه ییز قوماندان په ګډون ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او نور یې له سیمې پر شاه شوي دي.
خو په ورته وخت کې د سرحدي پولیسو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې په دغه نښته کې څلور سرحدي پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین