۰
کابل کي د امریکا پخوانی سفیر:

ولسمشر غني له اداري فساد سره د مبارزې لپاره هیله بښوونکی پلان پيل کړی

پنجشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۶
کابل کې د امریکا پخوانی سفیر رونالډ نیومن وايي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له اداري فساد سره د مبارزې لپاره هیله بښوونکی پلان پيل کړی چې د امریکا مرستې ته اړتیا لري.
ولسمشر غني له اداري فساد سره د مبارزې لپاره هیله بښوونکی پلان پيل کړی
کابل کې د امریکا پخوانی سفیر رونالډ نیومن وايي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له اداري فساد سره د مبارزې لپاره هیله بښوونکی پلان پيل کړی چې د امریکا مرستې ته اړتیا لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نیومن دغه څرګندونې امریکايي خپرونې فارن پالیسي ته په یوه مقاله کې کړې او ویلي یې دي، چې تېره میاشت د افغانستان د پوځ د مشرتابه په کچه د اصلاحاتو د لړۍ، د ملکي خدمتونو د ښه والي او له ادراي فساد سره د کیدونکې مبارزې په لیدلو ډیر خوښ شوی دی
نوموړي په مقاله کې زیاته کړې، چې د افغانستان په دفاع وزارت کې د سمونو لړۍ په لومړنیو پړاوونو کې ده او په کورنیو چارو وزارت کې هم ډیر فساد دی.
دی زیاتوي ولسمشر غني ورته ویلي د سیاسي فشارونو سره مخامخ دی چې له امله یې نه شي کولی په دواړو وزارتونو کې د سمونونو لړۍ په یو ځای پیل کړي.
د امریکا پخواني سفیر نیومن زیاته کړې،دا ښيي چې ښاغلی غني له څومره سختو سیاسي فشارونو سره لاس او ګریوان دی.
په مقاله کې وړندې ویل شوي دوه کاله وروسته به د کورنیو چارو وزارت هغه پړاو ته ورسیږي په کوم کې چې اوس د دفاع وزارت دی.
نیومن ویلی، چې په کورنیو چارو وزارت کې د سمون د چټک پرمختګ لپاره به سرحدي او د عامه نظم پولیس د ملي اردو برخه وګرځي.
دی وايي روانې هڅې ضروري دي خو په دغه هېواد کې د هغه سیاسي فرهنګ د بدلولو لپاره کافي نه دي چې افغانستان ګواښي.
د هغه په وینا نوې هڅې د داسې یوې سیاسي ارادې څرګندونه کوي چې وړاندې نه وې، خو اوسنۍ هڅې عمل دی او یواځې ژمنې نه دي هغه څه چې د نیومان په خبره د امریکا په تر ټولو لویه جګړه کې د امریکا ملاتړ د دوام دلیل کېدی شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین