۰
ایکسپرېس ترېبیون:

پاکستان هغه عوامل له منځه وړي، چې له افغانستان سره یې اړیکې خبرابوي

پنجشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۱
پاکستاني رسنۍ وايي، د پاکستان حکومت ټول هغه عوامل له منځه وړي، چې له افغانستان سره یې پرې اړیکې خرابېږي.
پاکستان هغه عوامل له منځه وړي، چې له افغانستان سره یې اړیکې خبرابوي
پاکستاني رسنۍ وايي، د پاکستان حکومت ټول هغه عوامل له منځه وړي، چې له افغانستان سره یې پرې اړیکې خرابېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستانۍ ورځپانې ایکسپرېس لیکلي چې دغه څرګندونې د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په مشرۍ د ملي امنیت په شورا کې شوې دي.
په دغه غونډه کې د پوځ د لویو درستیزانو د کمیټې مشر، د پوځي استخباراتو ای اېس ای مشر، د ملي امنیت سلاکار، د دفاع، د کورنیو چارو او مالیې وزیرانو برخه لرله.
سرچینې زیاته کړې، په شورا کې ټینګار شوی چې له افغانستان سره به له ترهګرو شبکو د ملاتړ او پر سرحدي سیمو د بریدونو په ګډون ټول هغه عوامل له منځه یوسي چې له افغانستان سره اړیکي خرابوي.
سرچینې په وینا په غونډه کې دغه راز ټینګار شوی چې پاکستان غواړي له افغان حکومت او افغانانو سره د ستونزو د هواري لپاره په ټولو کچو کې کار وکړي.
ورځپاڼه زیاتوي دا په تیره څه باندې یوه میاشت کې د ملي او پوځي مشرتابه تر منځ لومړنۍ ګډه غونډه ده.
ورځپاڼه زیاتوي د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ کنګل شوي اړیکي وروسته له هغه عادي شوي چې د پوځ مشر نوي منځمهالي لومړي وزیر ته مبارکي ورکړه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین