۰
یو اس اې ټوډې:

ښه به دا وي، چې ټرامپ خپل پوځیان له افغانستانه وباسي

پنجشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۹
په امریکا کې خپرېدونکې نشریې یو اس اې ټوډې لیکلي، چې په افغانستان کې د امریکا د ماموریت دوام د امریکا په زیان دی او ښه به وي، چې ولسمشر ټرمپ خپل پوځیان له دغه هېواده وباسي.
ښه به دا وي، چې ټرامپ خپل پوځیان له افغانستانه وباسي
په امریکا کې خپرېدونکې نشریې یو اس اې ټوډې لیکلي، چې په افغانستان کې د امریکا د ماموریت دوام د امریکا په زیان دی او ښه به وي، چې ولسمشر ټرمپ خپل پوځیان له دغه هېواده وباسي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نشریې زیاته کړې، که امریکا په افغانستان کې خپل نظامي حضور ته دوام ورکړي، نه یوازې دا چې مالي زیانونه به یې ډېر وي، بلکې ځاني تلفات به یې هم ډېر شي.
دغه نشریې وړاندې لیکلي، چې ټرمپ اړ نه دی، چې هرو مرو د سناتور جان مکېن ستراتېژي عملي کړي، ځکه مک کین غواړي، امریکا د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې وي.
د سرچینې په خبره ښه به وي چې ټرمپ دغه مسئله مدېریت کړي او که چېرې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ماموریت دوام بې ګټې وي، نو دوی دې له دغه هېواده وباسي او د میلیاردونو ډالرو د لګښت مخه دې ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د را روانې اونۍ د جمعې په ورځ په کمپ ډیویډ کې د افغانستان په اړه یوه مهمه غونډه کوي.
د سپینې ماڼۍ یوې ویاندې سارا سندرز ویلي، له ټرمپ سره به د هغه مرستیال مایک پېنس، دفاع وزیر جیمز متیس، د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر، د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن او ځینې نور امریکايي چارواکي وي.
په غونډه کې به افغانستان ته د نورو امریکايي ځواکونو د لېږلو او نه لېږلو، له افغانستان څخه د ځواکونو په ایستلو، یا هم خصوصي امنیت شرکت ته د افغان جګړې پر سپارلو او ځینو نورو مواردو خبرې اترې وشي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین