۰

د امریکا ولسمشر ټرامپ د افغانستان په اړه مهمه غونډه کوي

پنجشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۳
ټاکل شوې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرامپ له نورو لوړ پوړو امریکايي چارواکو سره په کمپ ډېوېډ کې د افغانستان په اړه مهمه غونډه وکړي.
د امریکا ولسمشر ټرامپ د افغانستان په اړه مهمه غونډه کوي
ټاکل شوې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرامپ له نورو لوړ پوړو امریکايي چارواکو سره په کمپ ډېوېډ کې د افغانستان په اړه مهمه غونډه وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د سپینې ماڼۍ یوې ویاندې سارا سندرز ویلي، له ټرمپ سره به د هغه مرستیال مایک پېنس، دفاع وزیر جیمز متیس، د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر، د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن او ځینې نور امریکايي چارواکي وي.
غونډه به د را روانې اونۍ د جمعې په ورځ تر سره شي او داسې اټکل کېږي چې په دې غونډې کې به د افغانستان په اړه د امریکا نوې تګلاره نهايي شي.
په غونډه کې به افغانستان ته د نورو امریکايي ځواکونو د لېږلو او نه لېږلو، له افغانستان څخه د ځواکونو په ایستلو، یا هم خصوصي امنیت شرکت ته د افغان جګړې پر سپارلو او ځینو نورو مواردو خبرې اترې وښي.
باید و ویل شي، چې کمپ ډېوېډ واشنګټن ډي سي ښار ته نژدې سیمه ده، چې د امریکا ولسمشر په کې د یو لړ حساسو او سختو بهرنیو مسایلو په اړه بحثونو او پرېکړو لپاره ورځي.
د امریکا ولسمشر دغه غونډه پر داسې مهال کوي، چې څلور ورځې وړاندې د دفاع وزیر جیمز متیس ویلي و، چې د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتېژي به ډېر ژر اعلان شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین