۰

ننګرهار کې د یوې کورنۍ شپږو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

پنجشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۱
باوري سرچینې وايي، په ننګرهار ولایت کې د یوې راکټ مرمۍ د توغېدو له امله د یوې کورنۍ شپږو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې د یوې کورنۍ شپږو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې
باوري سرچینې وايي، په ننګرهار ولایت کې د یوې راکټ مرمۍ د توغېدو له امله د یوې کورنۍ شپږو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېر ماښام مهال د ننګرهار ولایت د سرخردو ولسوالۍ د فتح آباد په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
ویل کېږي، د راکېټ مرمۍ د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ د نښتې پر مهال د ملکي خلکو د جنازې په مراسمو کې لګېدلې ده.
د سرخرود ولسوالۍ يوې باوري سرچينې د نوم نه خپراوي رسنیو ته ویلي، چې د ملي اردو ځواکونه د فتح اباد اړوند له ديده وان سيمې د تېرېدو په حال کې وو، چې طالبانو پرې بريد کړی او د دواړو لورو ترمنځ نښته شوې ده.
د سرچینې په خبره د نښتې پر مهال د طالبانو د يوه راکت مرمۍ په ملکي خلکو پرېوتې، چې يو کس يې وژلی او د يوې مېرمنې په ګډون ۵ نور ټپيان دي.
د فقيرمحمد په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي، چې د راکټ مرمۍ يې د کورنۍ په غړو پرېوتې، ویلي، چې مرمۍ طالبانو توغولې وه.
هغه زیاته کړې، چې خپلوان يې د يوه نو زيږي مړ شوي ماشوم جنازې ته راټول شوي وو، چې د مړ شوي ماشوم پلار مړ شوی او يوه مېرمن او څلور نارينه ټپيان شوي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین