۰

امریکا پاکستان کې حزب المجاهدین ترهګر ډله وبلله

پنجشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۱
امریکا محتده ایالتونو په پاکستان کې د حزب المجاهدین ډله یوه بهرنۍ ترهګره ډله و بلله او پر هغوی یې بندیزونه ولګول.
امریکا پاکستان کې حزب المجاهدین ترهګر ډله وبلله
امریکا محتده ایالتونو په پاکستان کې د حزب المجاهدین ډله یوه بهرنۍ ترهګره ډله و بلله او پر هغوی یې بندیزونه ولګول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې مریکا حزب المجاهدین د بهرنۍ ترهګرې ډلې په بللو سره امریکايي ولس او نړیوالې ټولنې ته دا وايي، چې دا ډله ترهګره ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې توګه د ترهګرو او ترهګرو ډلو له خوا د امریکا د مالي ادارو پر کارولو بندیز لګېږي.
دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې پر دې سربېره د دوی خلاف هڅو کې له امریکايي امنیتي ادارو او نورو حکومتونو سره مرسته پکار ده.
خبرپاڼه وايي، پر حزب المجاهدین ډله په بندیزونو لګولو سره دا ترهګره ډله د بریدونو لپاره د بسپنې یا چندې له ټولولو هم منع کېږي.
د دې بندیزونو له مخې امریکا کې د حزب المجاهدین شتمنۍ کنګلېږي او له دې ډلې سره د امریکايي وګړو په هر ډول اړیکو هم بندیز لګېږي.
باید و ویل شي، چې د حزب المجاهدین مشر سید صلاح الدین له لسګونو کلونو راهیسې کشمیر کې د هند ضد د ازادۍ جګړې دعوه کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین