۰
ملګري ملتونه:

په تېرو ۸ کلونو کې ۷۷ زره افغان ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پنجشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۳
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مسؤول چارواکي وايي، له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې تر دې دمه په دغه هېواد کې ۷۷ زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په تېرو ۸ کلونو کې ۷۷ زره افغان ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مسؤول چارواکي وايي، له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې تر دې دمه په دغه هېواد کې ۷۷ زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مسؤوله دانیل بېل ویلي، دغه ملکي وګړي، په روغتونونو، ښونځیو، جوماتونو او نوررو عامه ځایونو کې د بریدونو پرمهال یا وژل شوي او یاهم ټپیان دي.
د هغې په وینا یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې ۵۲۴۳ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، د جګړې د ښکېلو لوریو له خوا قرباني شوي دي.
ملګرو ملتونو سازمان د داعش له لوري د یوه خاص مذهب او قوم د وګړو په نښه کول غندي او وایي افغان حکومت باید د دې چارې مخه ونیسي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین