۰
واشنګټن ټایمز:

ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا هم افغان جګړې ته بې پلانه دی

چهارشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۵۰
له امریکا خپرېدونکي واشنګټن ټایمز ورځپاڼې لیکلي، جان مکېن، بلک واټر او طالبان افغان جګړې ته پلاونونه لري، خو ولسمشر ټرمپ لا هم بې پلانه دی.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا هم افغان جګړې ته بې پلانه دی
له امریکا خپرېدونکي واشنګټن ټایمز ورځپاڼې لیکلي، جان مکېن، بلک واټر او طالبان افغان جګړې ته پلاونونه لري، خو ولسمشر ټرمپ لا هم بې پلانه دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې واشنګټن ټایمز دغه څرګندونې ولسمشر ټرمپ ته د طالبانو پرانیستي لیک ته په اشاره کړې دي.
دغه ورځپاڼې زیاته کړې، چې جمهوریت پال سناتور جان مکین، بلک واټر کمپنۍ او طالبان د افغانستان د جګړې لپاره خپل پلانونه لري.
خو په وینا یې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر اوسه په دې اړه کومه ستراتېژي نه ده په ډاګه کړې او نه یې هم سلاکاران په دې برخه کې سره یوه خوله دي.
په ورته وخت کې ورځپاڼه د طالبانو هغې غوښتنې ته چې وايي امریکا دې له افغانستان خپل ټول ځواکونه وباسي اشاره کوي او زیاتوي چې سپینه ماڼۍ د ټولو ځواکونو د ایستلو پلان نه لري.
سرچینه وايي، هغه پلان چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما په وخت کې جوړ شوی و او د صفر انتخاب په نوم یادېده نور له پامه غورځول شوی.
واشنګټن پوست دغه لیکنه پر داسې مهال کوي، چې د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې و ویل، چې د افغانستان په اړه د امریکا ستراتېژي به ډېر ژر اعلان شي.
هغه ویلي، چې په نوې ستراتېژۍ کې د ګڼو انتخابونو تر څنګ، له افغانستان د ټولو ستېرو د ایستلو، یا هم لا زیاتولو او دغه راز خصوصي امنیتي کمپینو ته د افغان جګړې د سپارلو انتخابونه پر مېز پراته دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین