۰
جنرال دوستم:

د عطامحمد نور پر ضد جوړه شوې دسیسه موږ ته د منلو نه ده

چهارشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۰
د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم د بلخ د والي عطا محمد نور او د ولایتي شورا د غړي آصف مومند د قضیې په اړه غبرګون ښودلی او دا یې د عطا محمد نور پر وړاندې یوه دسیسه بللې ده.
د عطامحمد نور پر ضد جوړه شوې دسیسه موږ ته د منلو نه ده
د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم د بلخ د والي عطا محمد نور او د ولایتي شورا د غړي آصف مومند د قضیې په اړه غبرګون ښودلی او دا یې د عطا محمد نور پر وړاندې یوه دسیسه بللې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال دوستم له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه وايي، نوموړي دغه څرګندونې نن د جوزجان له قومي مشرانو سره په تلېفوني خبرو کې وکړې.
سرچینې د جنرال دوستم له قوله ویلي، چې د عطامحمد نور پر وړاندې د دسیسو جوړول د افغانستان ژغورنې ایتلاف ته د منلو وړ نه دي.
جنرال دوستم ویلي، د عطا محمد نور پر وړاندې د هغو کسانو له لوري دسیسه جوړه شوې، چې د افغانستان ژغورنې له ایتلاف وېره لري.
دوستم په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو له خپلو پلویانو یې غوښتي چې د دغه ډول دسیسو پر وړاندې ودرېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین