۰

امریکا د طالبانو پر لیک غبرګون ښودلی دی

چهارشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۴۴
امریکا د وسله والو طالبانو پر هغه پرانستي لیک چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته یې لیکلی وو، غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې د افغانستان په بې ثباتۍ کې طالبان ښکېل دي.
امریکا د طالبانو پر لیک غبرګون ښودلی دی
امریکا د وسله والو طالبانو پر هغه پرانستي لیک چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته یې لیکلی وو، غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې د افغانستان په بې ثباتۍ کې طالبان ښکېل دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو تېره ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه په یوه پرانستي لیک کې غوښتنه کړې وه، چې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي او افغانان د ارام ساه اخستلو ته پرېږدي.
دوی په لیک کې دا هم ویلي، چې امریکا دې طالبان دې ته نه اړ کوي، چې د دوی (امریکا) له حریفانو مرسته وغواړي.
طالبانو په لیک کې د افغانستان د بحران لامل د بهرنیو ځواکونو شتون په ګوته کړی و، او له ولسمشر ټرمپ څخه یې غوښتي و، چې په نوې ستراتېژي په تدبیر سره جوړه کړي او خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.
خو سپینې ماڼې پر دغه لیک غبرګون ښودلی او د افغانستان د روان بحران او بې ثباتۍ لامل یې طالبان بللي دي.
په ورته وخت کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيتر ناورټ په واشنګټن کې خبريالانو ته ویلي، چې د طالبانو پرانیستى ليک يې ليدلى دى.
نوموړې دیاد لیک په ځواب کې ویلي، نن چې په افغانستان کې کوم حالات روان دی اصلي لامل یې وسله وال طالبان دي.
هيتر ناورټ ویلي، پر دغو حقايقو سترګې نه شي پټېداى، چې د افغانستان د ټولو ناخوالو او بې ثباتيو تر شا د طالبانو لاس دى.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین