>> جمهور - د افغان جګړې خصوصي کول به ستره بشري فاجعه رامنځ ته کړي
 
۰
ټایمز:

د افغان جګړې خصوصي کول به ستره بشري فاجعه رامنځ ته کړي

چهارشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۲
د امریکا ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې ویلي، چې د افغانستان د جګړې جګړې خصوصي کول به د دغه هېواد پر خلکو ستره بلا او آفت نازل کړي.
د افغان جګړې خصوصي کول به ستره بشري فاجعه رامنځ ته کړي
د امریکا ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې ویلي، چې د افغانستان د جګړې جګړې خصوصي کول به د دغه هېواد پر خلکو ستره بلا او آفت نازل کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ورځپاڼې لیکلي، چې د دغه جګړې خصوصي کول به یوازې عامو افغانانو ته زیان واړوي.
دغه ورځپاڼې د یوه څېړنیز مرکز د مشر فیدیریکه بوریلو له قوله ویلي، چې د خصوصي کمپنیو کارکوونکي هومره ځواب ورکوونکي نه وي او تر ډېره خپل سري فعالیتونه کوي.
بوریلو ورځپاڼې ته زیاته کړې، چې که د افغانستان جګړه خصوصي شي، نو د عامو وګړو د وژنې او جنایتونو احتمال ډېر شته دی او د دغه جګړې خصوصي کول به یوه ستره بشري فاجعه رامنځ ته کړي.
ورځپاڼه پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې ویل کېږي په دې وروستیو کې په امریکا کې دوه خصوصي امنیتي کمپنیو د ولسمشر ټرامپ ادارې ته وړاندیز کړی، چې افغان جګړه د دوی ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په اړه د امریکا په نوې ستراتېژۍ کې د امریکا چارواکو په خبره ګڼ انتخابونه د میز پر سر پراته دي.
تېره ورځ د امریکا دفاع وزیر جنرال جیمز متیس په یوه غونډه کې ویلي وو، چې له افغانستان د ټولو سرتېرو د ایستلو او او یا لا زیاتولو او دغه راز یا هم خصوصي کمپنیو ته د جګړې د سپارلو مسئله هغه انتخابونه دي چې د ټرمپ پر مېز پراته دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین