۰
پکتیا کې لاریونوال:

د اګست ۱۴ مه د پاکستان آزادۍ نه بلکې د ترهګرۍ د پیدایښت ورځ ده

دوشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۵
د پکتیا ولایت لسګونه کسانو د یوه لاریون په ترڅ کې د اګست میاشت څوارلسمه وغندله او دا یې د ترهګرۍ د پیدایښت ورځ وبلله.
د اګست ۱۴ مه د پاکستان آزادۍ نه بلکې د ترهګرۍ د پیدایښت ورځ ده
د پکتیا ولایت لسګونه کسانو د یوه لاریون په ترڅ کې د اګست میاشت څوارلسمه وغندله او دا یې د ترهګرۍ د پیدایښت ورځ وبلله.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان ضد دغه لاریون نن دوشنبې د زمري په ۲۳ مه د پکتیا ولایت مرکز ګردیز کې راوتلی و او لاریون کوونکو پاکستان له ترهګرۍ نه په ملاتړ تورن کړ.
لاریون کوونکو په خپلو شعارونو کې ویل، چې د اګست ۱۴ مه د پاکستان د آزادۍ ورځ نه بلکې د ترورېزم د پیدایښت ورځ ده، چې پاکستان یې لا هم ملاتړ کوي.
د دوی په شعارونو کې راغلي«د اګست ۱۴ مه د ترورېزم د پیدا کېدو بد مرغه ورځ، ترورېزم باید تقویه نه شي! موږ ترهګر نه بلکې، د ترورېزم قرباني یو!»
دغه راز لاریون کوونکو چې د اګست ۱۴ مه یې وغندل ویل، څوک چې ترورېزم ملاتړ کوي یوه ورځ به په خپله د ترورېزم قرباني شي.
دوی پاکستان د تروریستانو ملاتړی هېواد وباله او له ټولو افغانانو یې وغوښتل چې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په وړاندې سره یو موټي شي.
دغه راز لاریون کوونکو له خبریالانو سره په خبرو کې له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې د ترورېزم د ملاتړو هېوادونو پر وړاندې چوپ پاتې نشي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین