۰
حکمتیار:

هغه څوک چې جنګ غوښتوونکي دي تجريد کېږي به

دوشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۷
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د ځینو کړیو په منطق کې سوله نشته او د جګړې دوام غواړي، خو په وینا یې جنګ غوښتونکي به تجرید کېږي.
هغه څوک چې جنګ غوښتوونکي دي تجريد کېږي به
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د ځینو کړیو په منطق کې سوله نشته او د جګړې دوام غواړي، خو په وینا یې جنګ غوښتونکي به تجرید کېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې حکمتیار دغه څرګندونې د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ سلګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو ته په یوه غونده کې وکړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې یو ځل بیا پر سولې ټينګار وکړ، او ویې ویل، چې حزب اسلام د جګړو د پای ته رسولو او سولې په هڅه کې دی.
ده و ویل که څه هم ځينو کورنيو او بهرنيو دښمنانو د سولې له بهير سره مخالفت کاوه او غوښتل يې دا بهير له خنډ او ځنډ سره مخامخ شي، خو حزب اسلامي سولې ته لومړیتوب ورکړ.
د حزب اسلامي مشر زیاته کړه«موږ د جهاد پر مهال تر هر چا مخکې وو، اوس چې ملت له جنګ نه ستومانه دی او سولې ته لیواله دی، موږ د سولې لاره غوره کړې ده.»
ښاغلي حکمتیار و ویل، چې په اسلام کې هم د جنګ حکم شوی او هم د سولې خو په وینا یې د ځینو په منطق کې سوله نشته او د جګړې دوام غواړي.
د هغه په وینا اسلام هغه چاته د جنګ اجازه ورکوي، چې بل څوک يې په خلاف جنګېږي او هغه مجبور دی چې له خپل ځانه دفاع وکړي، نه دا چې په جوماتونو کې چاودنې وکړي او بې ګناه خلک ووژني.
حکمتیار و ویل«په اسلام کې د بې ګناه انسانانو وژل حرام دي او د خدای ج د غضب لامل ګرځي، نه د پيرزوينې او هغه څوک چې د بې ګناه انسانانو ویني تويوي په غلطه لاره روان دي.»
نوموړی وايي، اساسي خبره دا ده چې دا جنګ موږ پخپله پای ته ورسوو، ځکه روانه جګړه يواځې او يواځې د پرديو دګټو لپاره ده او د دوام او ختميدو پريکړه يې هم بهرنيان کوي.
هغه زیاته کړې، چې حزب اسلامي ټولو خواوو ته د جنګ د ختمولو او د بحران د پای ته رسولو د يوې افغاني حل لارې وړاندیز کړی او هغه چا ته یې هم د تفاهم بلنه ورکړې چې په تېرو کلونو کې د دوی پر خلاف د روسانو او ناټو سره ملګري شول.
د حزب اسلامي مشر وايي، اوسنۍ تګلاره بايد بدله شي او د سولې او روغې جوړې تګلاره غوره شي او يو نوی باب پرانيستل شي.
حکمتیار دا هم و ويل، چې واک ته د رسېدو نورې لارې تحريموي او ټينګار یې دا دی چې دا نظام پخپل ځای پاتې شي او که بدلېږي نو د قانوني او سوله ييزو لارو بدل شي، نه د زور او ځواک له لارې.
دی وايي«هېچاته اجازه نه ورکوو چې په زور حکومت وکړي او يا د نظام د نسکوريدو ګواښوونه وکړي. واک ته د رسېدو يواځينۍ لاره انتخابات او د انتخاباتو د پايلو منل دي او هغه څوک به جمهور رئيس وي چې د ملت اکثريت ملاتړ ورسره وي.»
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار زیاتوي، چې افغان ولس حق لری خپل برخليک پخپله وټاکي ځکه په وینا یې ملت سوله غواړي او جنګ غوښتوونکي به تجريد کېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین