۰

د جنرال دوستم زوی د شبرغان د ګارنيزون قوماندان ټاکل شوی

يکشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۵۰
د جوزجان چارواکي وايي، د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم زوی یار محمد دوستم د دغه ولایت د مرکز شبرغان د ښاري ګارنېزیون قوماندان ټاکل شوی دی.
د جنرال دوستم زوی د شبرغان د ګارنيزون قوماندان ټاکل شوی
د جوزجان چارواکي وايي، د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم زوی یار محمد دوستم د دغه ولایت د مرکز شبرغان د ښاري ګارنېزیون قوماندان ټاکل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د جوزجان ولايت مقام نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یار محمد دوستم تېره ورځ په رسمي ډول دغه دندې ته وروپېژندل شو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ولسمشر د لومړي مرستیال او جنبش ګوند د مشر جنرال دوستم زوی، د جوزجان ولايت مقام د امنيتي کمېټې لخوا په دې دنده ګومارل شوی دی.
د جوزجان والي مولوي لطف الله عزيزي د هغه د معرفۍ په مراسمو کې ویلي، چې يار محمد دوستم په نظامي برخه کې زده کړې ک، د دفاع وزارت د يو فعال افسر په توګه کار کوي او د اړتيا پر اساس د ښاري ګارنيزون قوماندانۍ ته غوره شو.
په ورته وخت کې يار محمد دوستم په خپلو څرګندونو کې ډاډ ورکړ چې د ښار د نظم لپاره به کار وکړي او ویلي یې دي، چې د هېواد د دوښمنانو پر وړاندې د مبارزې لپاره جوزجان ته راغلی.
باید و ویل شي، چې د شبرغان ښاري ګارنيزون شپږ مياشتې مخکې په ښار کې د جنايي جرمونو د مخنيوي په موخه جوړ شوی دی.
جمهورآژانس:جوزجان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین