۰
رونالډ نیومن:

د امریکا تر ټولو ستره ناکامې د افغان پوځ نه پیاوړي کول دي

پنجشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۵
په افغانستان کې د امریکا یوه پخواني سفیر رونالډ نیومن ویلي، په افغانستان کې د امریکا تر ټولو ستره ناکامي دا وه، چې افغان پوځ یې سمبال نه کړ.
د امریکا تر ټولو ستره ناکامې د افغان پوځ نه پیاوړي کول دي
په افغانستان کې د امریکا یوه پخواني سفیر رونالډ نیومن ویلي، په افغانستان کې د امریکا تر ټولو ستره ناکامي دا وه، چې افغان پوځ یې سمبال نه کړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نیومن دغه څرګندونې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په یوه لیکه کې کړې او ویلي یې دي، چې امریکا په افغانستان کې بیا بیا ناکامه شوې ده.
دغه پخوانی ديپلومات وايي، د امریکا عمومي پالیسي دا وه چې افغان پوځ د دې جوګه شي چې جګړه په خپله پر مخ بوځي، خو ګیله کوي، چې واشنګټن تر ټولو لویه ناکامي دا ده، چې افغان پوځ یې په خپلو پښو ونشو درولی، نه یې هم په مناسبو وسلو سمبال کړ او نه یې هم د روزنې چاره سمه پر مخ ولاړه.
نیومن پر پخواني ولسمشر باراک اوباما هم نیوکه کوي چې په دې برخه کې یې ناغیړي کړې، افغان جګړې او افغان پوځ ته یې ایله دومره پیسې ورکولې چې بېخي له پښو ونه غورځي.
نوموړي زیاته کړې، کله چې په ۲۰۰۷ کال کې له کابله روان شو، افغان پوځ هوایي ځواک نه درلود، توپخانه او لوژیستیک برخې یې نه درلودې او ان طبي خدمات یې سم نه وو.
د هغه په وینا د دې کار لامل دا و، چې هغه وخت امریکایي چارواکو فکر کاوه چې د افغانستان جګړه نوره پای ته رسېدلې ده.
باید و ویل شي، چې رونالډ نیومن له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۷ کاله په کابل کې د امریکا سفیر و.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین