۰
ولسمشر غني او جنرال نېکولسن:

افغان سرتېري پیاوړي او نه ماتېدونکي دي

پنجشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۶
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي او نه ماتېدونکي و بلله.
افغان سرتېري پیاوړي او نه ماتېدونکي دي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي او نه ماتېدونکي و بلله.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني او جنرال نېکولسن له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ او افغان ځواکونه یې د جګړې په ډګر کې بریالي وبلله.
افغان ولسمشر تېره ورځ د معلولو سرتېرو د لوبو د مشال لګولو په مراسمو کې ویلي، چې افغانستان به د ترهګرو پر هدېره بدل شي او افغان ځواکونه د جګړې په ډګرونو کې بریالي دي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن هم له ترهګرۍ سره پر مبارزه ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې د افغان سرتېرو د ستاینې لپاره نه ماتېدونکي تر ټولو غوره کلیمه ده.
نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد روانه جګړه نه یوازې د افغانستان د ژغورلو لپاره ده، بلکې د ټول بشریت د ژغورلو لپاره روانه ده.
هغه ویلي، ترهګري د بشر راتلونکې ته ستر ګواښ ده او موږ به له دغه ګواښ سره مبارزه کوو.
جنرال نېکولسن ویلي، افغان سرتېري پیاوړي دي او د خپلو خلکو د ساتنې لپاره جګړه کوي، چې ناټو او امریکايي ځواکونو یې بیا تر څنګ ولاړ دي او ملاتړ ته به یې ادامه ورکوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین