۰
چارواکي:

د جاني خېلو ولسوالۍ په جګړه کې ۱۶ پاکستاني مېلشه جنګیالي وژل شوي

پنجشنبه ۵ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۵۶
چارواکي وایي، د پکتیا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ په جګړه کې تر اوسه پورې د ۱۶ پاکستان د ملېشه ځواک د ۱۶ غړو په ګډون ۸۱ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جاني خېلو ولسوالۍ په جګړه کې ۱۶ پاکستاني مېلشه جنګیالي وژل شوي
چارواکي وایي، د پکتیا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ په جګړه کې تر اوسه پورې د ۱۶ پاکستان د ملېشه ځواک د ۱۶ غړو په ګډون ۸۱ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په جاني خېلو ولسوالۍ څلور ورځې وړاندې وسله والو ډلیز برید وکړ، چې جګړه لا هم روانه ده.
په تېرو څو ورځو کې وسله والو د یادې ولسوالۍ ځینې امنیتي پوستې نیولې او ادعا یې وکړه، چې ټوله ولسوالي یې نیولې، خو دولتي چارواکو د ولسوالۍ د نیول کېدو خبرونه رد کړل.
پر دغه ولسوالۍ جګړه نن پنځمې ورځې ته وغځېده او د چارواکو په وینا امنیتي ځواکونه هڅه کوي، چې له لاسه وتلې سیمې بېرته ولکه کړي.
د پکتیا د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤول سردارولي تبسم وایي، په دغه جګړه کې تر اوسه پورې ۵۶ وسله وال وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا په وژل شویو کسانو کې د پاکستان د ملېشه ځواک ۱۶ غړي هم شتون لري، چې جسدونه یې د جګړې په ډګر پاتې دي.
نوموړی وايي، عملیات لا هم روان دي او ځینې سیمې بېرته امنیتي ځواکونو تر لاسه کړې، خو هڅه یې دا ده، چې ټولې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.
وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:پکتیا
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین