۰

ولسمشر د امنيتي وضعيت د ارزولو په موخه هلمند ته تللی

پنجشنبه ۵ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۷
د هلمند چارواکي وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د امنيتي وضعيت د ارزونې په موخه دغه ولایت ته ورغلی دی.
ولسمشر د امنيتي وضعيت د ارزولو په موخه هلمند ته تللی
د هلمند چارواکي وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د امنيتي وضعيت د ارزونې په موخه دغه ولایت ته ورغلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د هلمند د والي مطبوعاتي مسوول زاهد احمد اتل زیاتوي، چې ولسمشر نن سهار د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې د شوراب پوځي اډې ته رسېدلى دى.
نوموړي زياته کړې چې ولسمشر د والي تر څنګ له پوځي او امنيتي مشرانو سره د دې ولايت پر وروستيو امنيتي حالاتو خبرې کوي.
د هغه په وینا ولسمشر به د هغو پوليسو د کورنيو له غړو سره هم ګوري چې څه موده مخکې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بمبار کې وژل شوي وو.
ولسمشر تر هغه وروسته هلمند ولایت ته سفر کوي، چې تیره اوونۍ د یاد ولایت ګرشک ولسوالۍ په جګړه کې د ملي پولیسو څو تنه د امریکايي ځواکونو په هوایي بریدونو کې شهیدان شول.
جمهورآژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین