۰

تیوره ولسوالي بېرته افغان ځواکونو ونیوله

پنجشنبه ۵ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۰
چارواکي وایي، د غور ولایت تیوره ولسوالۍ بېرته د افغان ځواکونو له خوا ونیول شو، خو تر اوسه د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نشته.
تیوره ولسوالي بېرته افغان ځواکونو ونیوله
چارواکي وایي، د غور ولایت تیوره ولسوالۍ بېرته د افغان ځواکونو له خوا ونیول شو، خو تر اوسه د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نشته.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ولسوالي څلور ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو له خوا نیول شوې وه.
د یادې ولسوالۍ د بېرته نیولو له پاره افغان تېره ورځ افغان ځواکونو عملیات پیل کړي، چې نن سهار شاخوا ۹ بجې یې تر خپل کټرول لاندې راوسته.
د عملیاتو په ترڅ کې د احتمالي تلفاتو په اړه تر اوسه کوم معلومات په لاس کې نشته او نه هم وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین