۰

افغان ځواکونو دوه پاکستاني ديپلوماتان راخوشي کړل

پنجشنبه ۵ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۲
افغان ځواکونو دوه پاکستانی دیپلوماتان چې څه موده وړاندې د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا برمته کړای شوي و، راخوشي کړي دي.
افغان ځواکونو دوه پاکستاني ديپلوماتان راخوشي کړل
افغان ځواکونو دوه پاکستانی دیپلوماتان چې څه موده وړاندې د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا برمته کړای شوي و، راخوشي کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پاکستاني ديپلومان په تېره جون میاشت کې له جلال آباد څخه اسلام آباد ته تګ پر مهال تښتول شوي و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافېر ته ټېلفون وکړ او ورته ویلي یې دي، افغان امنیتي او استخباراتي ځواکونه توانېدلي چې دوه تښتول شوي پاکستاني دیپلوماتان د برمته ګرو له منګولو خوشي کړي.
په ورته وخت په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر محمد عمر زاخېلوال هم پاکستاني چارواکو ته ډاډ ورکړ چې افغان امنیتي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ په یو لړ عملیاتو کې په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ دوه تښتول شوي دیپلوماتان ژغورلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې تهمینه جنجوعه د دوو پاکستاني دیپلوماتانو د خلاصون له کبله د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي ته د مننې پیغام ولېږه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین