۰

ډېر ژر به د هرات او جاکارتا تر منځ سوداګریزې الوتنې پیل شي

چهارشنبه ۴ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۱۹
د اندونیزیا چارواکي وايي، ډېر ژر به د هرات ولایت او پلازمېنې جاکارتا تر منځ سوداګریزه الوتنې پیل شي.
ډېر ژر به د هرات او جاکارتا تر منځ سوداګریزې الوتنې پیل شي
د اندونیزیا چارواکي وايي، ډېر ژر به د هرات ولایت او پلازمېنې جاکارتا تر منځ سوداګریزه الوتنې پیل شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې کابل کې د اندونیزیا سفیر عارف رحمان هرات ته د خپل سفر پر مهال په دغه ولایت کې له چارواکو سره کړې دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته ویلي، چې یادې الوتنې به د دواړو هېوادونو د کورنیو تولیداتو د لېږد رالېږد په موخه ترسره کېږي.
د هغه په وینا په کابل کې د اندونیزیا سفیر عارف رحمان له هرات څخه د لیدنې پر مهال له هراتي سوداګرو وغوښتل، چې په جاکارتا کې دې په جوړیدونکي نندارتون کې برخه واخلي.
د هرات چارواکي وايي، اندونیزیا ته مستقیمې الوتکې ځکه ګټورې دي، چې د هرات تولیدات به مستقیماً اندونیزیا ته لېږدول کېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به یو نوی ګډ بازار رامنځ ته شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین