۰

دفاع وزارت په کندهار کې د ۴۰ افغان پوځیانو د وژل کېدو خبر رد کړ

چهارشنبه ۴ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۱۵
د ملي دفاع وزارت هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګڼې په کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې د افغان پوځ ۴۰ سرتېري وژل شوي دي.
دفاع وزارت په کندهار کې د ۴۰ افغان پوځیانو د وژل کېدو خبر رد کړ
د ملي دفاع وزارت هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګڼې په کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې د افغان پوځ ۴۰ سرتېري وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې بي، بي سي، د کندهار ولایت د یوې سرچینې له قوله خبر ورکړی و، چې طالبانو تېره شپه په خاکریز ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه پوځي اډه برید کړی او ۴۰ سرتېري یې وژلي دي.
دغه سرچینې زیاته کړې وه، چې د ۳۰ سرتېرو مړي دوی کندهار ښار ته لېږدولي، لس نور له مرګه ژغورل شوي او د ځینو سوځېدلي جسدونه د کانټینرونو د ننه سوځېدلي او د ننه اډه کې پاتې دي.
خو د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش جمهور آژانس ته و ویل، چې په کندهار کې د ۴۰ افغان پوځیانو د وژل کېدو خبر مطلق دروغ دی.
نوموړي ومنله چې طالبانو په خاکرېز ولسوالۍ کې پر یوه پوځي اډه پراخ برید کړی خو په وینا یې افغان هوايي ځواک لاس په کار شوی او طالبانو ته یې درنده مرګ ژوبله اړولې ده.
دی وايي، اوس مهال سیمې ته نور مرستندویه ځواکونه هم ور روان دي او په وینا یې په جګړه کې یوازې د افغان پوځ شپږ سرتېري ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو هم د یوې خبرپاڼه په خپرولو سرهویلي، چې د کرزالي مهمه قرارګاه نیولې او افغان سرتېرو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین