>> جمهور - امریکا باید پاکستان دې ته چمتو کړي، چې د افغان سولې په برخه کې مرسته وکړي
 
۰
ډانفورډ:

امریکا باید پاکستان دې ته چمتو کړي، چې د افغان سولې په برخه کې مرسته وکړي

چهارشنبه ۴ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۵
د امریکا د پوځ لوی درستیز جوزف ډانفورډ وايي، د سیمې د هېوادونو له همکارۍ پرته د افغانستان ستونزه نه شي حل کېدلای.
امریکا باید پاکستان دې ته چمتو کړي، چې د افغان سولې په برخه کې مرسته وکړي
د امریکا د پوځ لوی درستیز جوزف ډانفورډ وايي، د سیمې د هېوادونو له همکارۍ پرته د افغانستان ستونزه نه شي حل کېدلای.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ډانفورډ په کلفورنیا کې د خبرو پر مهال ویلي امریکا باید پاکستان دې ته چمتو کړي چې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې مرسته وکړي.
د امریکا د پوځ لوی درستیز زیاته کړې، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګېدل د پاکستان له همکارۍ پرته سخت کار دی.
هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوې پالیسي یوازې د افغانستان لپاره نه بلکې د سیمې د هېوادونو لپاره ده.
نوموړي په داسې حال کې دغه څرګندونې کړې چې د ټرمپ په اداره کې د پاکستان ضد فکر ورځ پر ورځ پیاوړی کېږي.
د ټرمپ د ادارې ډيری مشران پر دې باوري دي چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرو ملاتړی دی او له دې لارې خپلې ګټې پالي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین