۰

امریکا افغان پوځ ته پنځه بې پیلوته الوتکې ورکوي

چهارشنبه ۴ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۹
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، ټاکل شوې افغان پوځ ته د ScanEagle په نوم پنځه نوې کشفي بې پیلوټه الوتکې ورکړي.
امریکا افغان پوځ ته پنځه بې پیلوته الوتکې ورکوي
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، ټاکل شوې افغان پوځ ته د ScanEagle په نوم پنځه نوې کشفي بې پیلوټه الوتکې ورکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت ویلي، افغان پوځ ته د نوې بې پیلوټه الوتکو د تدارکاتو او انتقال لپاره ۱۹،۶ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د نوې الوتکو تدارکات، انتقالاتو، او نصپولو چارې به د راتلونکي میلادي کال په اپرېل میاشت کې تکمیل شي.
په پام کې ده چې د تدارکاتو، انقالاتو، د سیستم نصپولو، او نورې چارې د انسېټو کمپنې له خوا ترسره شي.
تر دې وړاندې هم پنټاګون ویلي وو، چې د افغانستان د هوایي ځواکونو د الوتکو شمېر تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې دوه برابره شي.
د پنټاګان راپور پر بسټ، د افغان ځواکونو لپاره د شپږ نوې A-۲۹ ډوله جنګي الوتکو د جوړېدو چارې هم پیل شوي دي او AC-۲۰۸ سپکې جنګي الوتکو د اخیستلو په خاطر هم بودیجه په پام کې نیول شوې ده.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین