۰
اریک پرینس:

د افغان جګړې د ګټلو ښه لار دا ده، چې افغان ځواکونه تجهیز کړای شي

چهارشنبه ۴ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۲
د بلک واټر امنیتي کمپنۍ پخواني مشر او پخوانی امریکايي پوځي چارواکی اریک پرینس وايي، یوازې د افغان ځواکونو د تجهیز او پیاوړي کولو له لارې افغان جګړه ګټل کېدای شي.
د افغان جګړې د ګټلو ښه لار دا ده، چې افغان ځواکونه تجهیز کړای شي
د بلک واټر امنیتي کمپنۍ پخواني مشر او پخوانی امریکايي پوځي چارواکی اریک پرینس وايي، یوازې د افغان ځواکونو د تجهیز او پیاوړي کولو له لارې افغان جګړه ګټل کېدای شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پرینس ویلي، په افغانستان کې د بریا لار د سرتېرو په ډېرولو پورې نه ده تړلې بلکې اړتیا ده، چې د افغان ځواکونو ملاتړ وشي او د دوامداره ثبات له پاره پیاوړي کړای شي.
د هغه په وینا امریکا په افغانستان کې زرګونه سرتېري درلودل، نېږدې یو ترېلیون دالر یې په دې جګړه ولګول، ۲۲۰۰ کسه تلفات یې ورکړل، خو بیا هم په جګړه کې بریالۍ نه شوه.
دغه پخواني امریکايي پوځي چارواکي زیاته کړې، چې یوازې د افغان ځواکونو د تجهیز او روزنې له لارې دغه جګړه په ارزانه او آسانه توګه ګټل کېږي.
دی وايي، د افغانستان د جګړې د خلاصون لپاره درې احتمالي تګلارې شته، چې په وینا یې یا به امریکا ټول سرتېري له افغانستانه باسي، افغان حکومت به یوازې پرېږدي، یا به نور سرتېري دغه هېواد ته لېږي او یا به هم د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.
خو په وینا یې لومړی او دوهم طرحه چې یا به سرتېري راوباسي او یا به نور ورلېږي، د هېچا په ګټه نه ده، بلکې تر ټولو ښه لار دا ده، چې افغان ځواکونه پیاوړي کړای شي او ملاتړ یې وشي.
هغه په خپلو خبرو کې ویلي« تر ټولو ښه لار دا ده چې افغان ځواکونه تجهیز شي، د امریکا ولسمشر باید پر دغه ټکي تمرکز وکړي.»
نوموړي ویلي، چې خپل وړاندیزونه یې په لیکلې بڼه سپینۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي او هیله لري چې د امریکا د تاریخ دغه اوږده جګړه په سمه توګه پای ته ورسېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین