۰
نیویارک ټایمز:

ټرمپ ته پکار ده، چې له وسله والو ډلو سره د سولې لار خپله کړي

چهارشنبه ۴ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۵
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته پکار ده، چې افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږلو پر ځای له وسله والو ډلو سره د سولې لار خپله کړي.
ټرمپ ته پکار ده، چې له وسله والو ډلو سره د سولې لار خپله کړي
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته پکار ده، چې افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږلو پر ځای له وسله والو ډلو سره د سولې لار خپله کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ورځپاڼې زیاته کړې، چې افغانستان ته د لا ډېرو امریکایي سرتيرو استول د جګړې په ډګر کې کوم مثبت تغیر نه شي راوستلی بلکې یوازې د وخت ضایع کول دي.
د ورځپاڼې په باور ټرمپ ته په کار ده چې جرات وکړي او له وسله والو ډلو سره د سولې لار خپل کړي.
سرچینې لیکلي، اوباما په ۲۰۱۲ کال کې چې کله د امریکا ماموریت مخ په ختمېدو وو، له طالبانو سره د سولې کولو خبر وکړه، خو ټرمپ ته په کار ده، چې له همدې اوس دلته د روانو جګړو د پای ته رسولو او میلیاردونو ډالرو د لګولو پر ځای له طالبانو سره خبرې وکړي او د افغان پوځ پر پياوړتیا پانګونه وکړي.
ورځپاڼې ویلي، چې د سرتېرو په ډېرولو او جګړو روان بحران نه ختمېږي بلکې معقولې حل لارې ته اړتیا لري.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین