۰
ولسمشر غني:

پاکستان او طالبانو د سولې غږ ته ځواب ونه وایه، مطلق جنګ یې پیل کړی

چهارشنبه ۴ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۵
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، چې پاکستان د سولې غږ ته ځواب ونه وایه او په افغانستان کې یې مطلق جنګ اعلان کړی دی.
پاکستان او طالبانو د سولې غږ ته ځواب ونه وایه، مطلق جنګ یې پیل کړی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، چې پاکستان د سولې غږ ته ځواب ونه وایه او په افغانستان کې یې مطلق جنګ اعلان کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه مرکه له والسټرېټ ژورنال سره کړې او ویلي دي، چې دوی له پاکستان او طالبانو دواړو سره سوله غوښته، خو پر عکس هغوی مطلق جنګ اعلان کړ.
ولسمشر ویلي« زه پاکستان ته ولاړم، د سولې هلې ځلې مې وکړې، خو کله چې تاسو یو چا ته لاس اوږد کړی او هغو لاس درنکړي، څه کوئ؟"»
افغان ولسمشر وايي، افغانستان په جګړه کې ډېر زیان لیدلی او افغانان د جنګ په منځ کې دي، خو په وینا یې دا جنګ مخ پر بدلېدو دی او سږ کال افغان ځواکونه تر بل هر وخت پیاوړي شوي.
ولسمشر غني په خپلې مرکې کې پر ځینو نورو مسایلو هم خبرې کړي دي، هغه په ۲۰۱۸ کال پارلماني او په ۲۰۱۹ کال کې د جمهوري ریاست انتخابات حتمي بللي دي.
ښاغلي غني وویل دا چې پارلماني انتخابات په خپل وخت ونشول، ځکه چې افغانستان په جنګ کې و او په خبره یې دواړه کارونه په یو وخت کې نه کېدل.
ولسمشر غني ویلي هڅه یې دا ده چې افغانستان په یو اقتصادي هېواد بدل کړي او له منځنۍ اسیا سره خپله سوداګري هم زیاته کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین