۰

پکتیا کې د ۴۱ میلیونه افغانیو په لکښت ۳ پروژې پیل شوې

سه شنبه ۳ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۴۷
د پکـتيا د کرنې او اوبو لګولو رياست د ٤١ ميليونه افغانيو په لګښت د باغدارۍ، د سبزۍ د توليد او کورنيو ته د چرګانو د ورکړې پروژې پيل کړې.
پکتیا کې د ۴۱ میلیونه افغانیو په لکښت ۳ پروژې پیل شوې
د پکـتيا د کرنې او اوبو لګولو رياست د ٤١ ميليونه افغانيو په لګښت د باغدارۍ، د سبزۍ د توليد او کورنيو ته د چرګانو د ورکړې پروژې پيل کړې.
د پکتيا د کرنې رييس وليد احمد تسل وايي، په دې پروژو کې تر ټولو لويه مېرمنو ته د چرګانو د ورکړې او فارمونو جوړول دي چې څه باندې ۳۶ ميليونه افغانۍ لګښت ورباندې کېږي.
د هغه په وینا چرګان په مرکز ګردېز او احمدابا ولسوالۍ کې ۵۰۰ بېوزلو کورنيو ته ورکول کېږي، چې له وړاندې ټاکل شوې دي.
د پکتيا د کرنې رييس زیاته کړه، چې هرې کورنۍ ته ۳۰ چرګې د هغو يو کال خوراکي توکي او د ساتنې امکانات او روزنه ورکول کېږي.
په ورته وخت کې هغه دا هم و ویل، چې د بڼ والۍ او سبزي د توليد پروژو باندې هم پنځه نیم میلیونه افغانۍ لګښت رځي، چې په کې بزګرانو ته زراعتي وسايل ورکول کېږي او د اوبو زېرمې ورته جوړېږي.
د پکتيا والي شميم خان کټوازي وايي، اړتيا ده چې له بزګرانو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته وشي او په ټوله کې د زراعت د عصري کولو لپاره ګامونه پورته شي.
کټوازی وايي: ((دا لويه پروژه ده چ د چرګانو فارمونه به جوړېږي او د وخت په تېرېدو به څو چنده زياتېږي. همدارنګه خويندو ته د اچارو او جوسو جوړولو وسايل ورکول کېږي او بېرته هغه توليدات ترې اخيستل کېږي. نو په دې پروګرامونو سلګونه کورنۍ له اقتصادي اړخه بسيا کېږي))
پکـتيا کې هر کال سلګونه ټنه تازه او وچه مېوه توليديږي، خو د سړو خونو او نورو مناسبو ځايونو او د کورني او نړيوال بازار د نه شتون له امله خرابېږي.
جمهورآژانس:پکتیا
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین