۰

د کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډله د ۲۰۱۸ نړیوال جام ته لار ومونده

سه شنبه ۳ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۳
د افغانستان د کرکت د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د نیپال ۱۹ کلونو ملي لوبډلې ته په وروستۍ ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام سیالیو ته لار ومونده.
د کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډله د ۲۰۱۸ نړیوال جام ته لار ومونده
د افغانستان د کرکت د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د نیپال ۱۹ کلونو ملي لوبډلې ته په وروستۍ ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام سیالیو ته لار ومونده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ۲۰۱۸ میلادي کال د نړیوال جام په سیالیو کې د ګدون له پاره افغانستان په سنګاپور کې له کوربه هېواد، سنګاپور، مالیزیا او نیپال سره شپږ لوبې درلودې، چې له تېرو څو ورځو راهیسې پیل شوې وې.
افغانستان په دغه لوبو کې نیپال، مالیزیا او سنګاپور ته په دوه دوه ځلې ماتې ورکولو سره ۱۲ نمېرې تر لاسه چې د جدول په سر کې دی.
د نن لوبې بچه افغان لوبډلې وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ۴۶ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۹۶ منډې جوړې کړې.
په نننۍ لوبه کې ابراهیم ځدراڼ یو ځل بیا ښه وځلېده او په یوازې ځان یې ۱۰۱ مندې جوړې کړې، نوید عبید ۲۲ او اکرام فیضي ۲۴ منډې جوړې کړې.
د نپیال د توپ وهنې برخه له پیله ښه نه وه، لوبغاړي یې یو په بل پسې ژر ژر وسوځېدل او په اور ۴۱ کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۹ منډې وکړې او په دې سره یې د ۹۶ منډو په توپیر افغانستان ته لوبه وبایله.
د ملي نولس کلنې لوبډلې د توپ اچونکو له لوري یوسف ځاځي ۴، مجیب ځدراڼ ۳، شمس ولي خیل ۱، طارق ستانکزي ۱ او ظاهر پکتین هم ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
ابراهیم ځدراڼ د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.
افغانستان د دغه لوبې په ګټلو سره شپږ لوبې پرلپسې وګټلې، چې له یوې خوا یې د نړیوال غواري جام سیالیو کپ خپل کړ او له بلې خوا یې د ۲۰۱۸ میلادي کال د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته لار ومونده.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین