۰

حاجي الماس زاهد د ولسمشر ځانګړی استازی او ارشد سلاکار وټاکل شو

سه شنبه ۳ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۴۷
په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازی حاجي الماس زاهد د ملي انسجام په چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني ارشد سلاکار او ځانګړی استازی وټاکل شو.
حاجي الماس زاهد د ولسمشر ځانګړی استازی او ارشد سلاکار وټاکل شو
په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازی حاجي الماس زاهد د ملي انسجام په چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني ارشد سلاکار او ځانګړی استازی وټاکل شو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په همدې اړه په ارګ کې یو لړ مراسم هم نیول شوي و، چې پر ولسمشر محمد اشرف غني سربېره ځینو لوړ پوړو دولتي چارواکو او د پروان، کاپيسا، او کوهدامان یو شمېر جهادي او سیاسي څېرو هم په کې ګډون درلود.
په دغه مراسمو کې حاجي الماس زاهد د ملي انسجام په چارو کې د ولسمشر د ارشد سلاکار او ځانګړي استازي په توګه په رسمي دول معرفي کړای شو.
په ورته وخت کې ویل کېږي، چې د ملي امنيت د ولايتي چارو مرستيال متين بيګ د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د لوی ريس او فضل الله مجددي د لغمان پخوانی والي د تخار والي ټاکل شوي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین