۰

وسله والو اروزګان کې د یوې موسسې ۴ کارکوونکي یرغمل کړي

سه شنبه ۳ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۳
د ارزوګان چارواکي وايي، د دولت وسله والو مخالفینو په دغه ولایت کې د پراختیا د وزارت د ولسي تړون د پروګرام د یو افغان قراردادي موسسې څلور افغان کارکوونکي برمته کړي دي.
وسله والو اروزګان کې د یوې موسسې ۴ کارکوونکي یرغمل کړي
د ارزوګان چارواکي وايي، د دولت وسله والو مخالفینو په دغه ولایت کې د پراختیا د وزارت د ولسي تړون د پروګرام د یو افغان قراردادي موسسې څلور افغان کارکوونکي برمته کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې دغه افغان کارکوونکي تېره ورځ د ولایت له مرکز ترینکوټ څخه د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ ته په لار وو، یرغمل کړي دي.
دآیچ ډي ایس په نوم د کلیو د پراختیا وزارت د قرار دادي ادارې د ارزګان د دفتر مسئول انجنیر فضل الرحمن رحمانزي ویلي، کار کونکې يې چورې ولسوالۍ ته د ولسي تړون د پروګرام د عملي کولو لپاره روان وو، چې د سپرلۍ له موټر يې څخه يې یرغمل شوي دي.
د ارزګان د امنیت امر سمونیار عبدالقوي عمري هم د یادې پېښې پخلی کوي او وايي، د مرستې رسونې څلور کارکوونکي د وسله والو طالبانو له لوري یرغمل شوي دي.
دی وايي، امنیتي ادارې د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په هڅه کې دي خو په دې اړه يې زیات جزیات ور نه کړل.
تر اوسه پورې د دولت وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په کندهار کې هم د وسله والو له خوا ۷۰ تنه ولسي وګړي برمته کړای شوي و، چې ۷ یې ترې وژلي، ۲۰ یې خوشي کړي او د پاتې نورو برخلیک لا هم نه دی معلوم.
جمهورآژانس:اروزګان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین