۰
حکمتیار:

د تل پاتې سولې له پاره د هر ګوند سره ګورو/ چا ته اجازه نه ورکو، چې اوسنۍ نظام ړنګ کړي

سه شنبه ۳ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۱۴
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، ځینې کړۍ هڅه کوي، چې د افغانستان د سولې بهیر شنډ کړي، خو په وینا یې دوی به د تل پاتې سولې له پاره د هر ګوند سره وګوري.
د تل پاتې سولې له پاره د هر ګوند سره ګورو/ چا ته اجازه نه ورکو، چې اوسنۍ نظام ړنګ کړي
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، ځینې کړۍ هڅه کوي، چې د افغانستان د سولې بهیر شنډ کړي، خو په وینا یې دوی به د تل پاتې سولې له پاره د هر ګوند سره وګوري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حکمتیار دغه څرګندونې نن په کابل کې د لویې پکتیا له قومي مشرانو او مخورو سره د یوې غونډې پر مهال وکړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې و ویل، چې له اوسني نظام څخه کلک ملاتړ کوي، او په وینا یې دغه ملاتړ یې په نظام کې د شرېکدو په خاطر نه بلکې له دې امله دی، چې په دغه نظام پورې د افغانستان برخلیک تړلی دی.
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه« له اوسني نظام څخه ملاتړ کو، نظام ړنګول نه غواړو او نه هم بل چا ته اجازه ورکو، چې چپه یې کړي، ځکه په دې پورې زموږ د هېواد او ولس برخلیک ټاکلی او موږ هم د دغه ماتې کښتۍ یوه برخه یو، او کوښښ کو، چې دغه بېړۍ تر ساحل پورې ورسو.»
حکمتیار زیاته کړه، چې د نظام بدلون په هغه صورت کې شونی دی، چې مناسب او وړ بدیل ورته ولرو، هغه هم د ده په وینا د قانوني لارې او په سولیزه توګه نه د زور، ځواک او جګړې له لارې.
ښاغلي حکمتیار په خپلو خبرو کې د سولې پر خبرو ټينګار وکړ، او ویې ویل، چې په هېواد کې د تل پاتې سولې له پاره به هر اړخیزه هلې ځلې وکړي او له ټولو ګوندونو سره به وګوري.
نوموړي زیاته کړه، چې که څه هم ځینې کړۍ او ځینې هېوادونه د افغانستان د سولې پر وړاندې خنډونه جوړي خو په وینا یې افغانان باوري دي، چې د بین الافغاني مذاکرتو له لارې به سولې ته رسېږي.
هغه یو ځل بیا په تينګار سره و ویل، چې په افغانستان کې روانې جګړې د افغانانو نه دي بلکې له بهر څخه تل شوې دي، چې د اوږدولو له پاره یې د افغانانو له بې وزلی څخه ګټه اخستل کېږي.
د حزب اسلامي مشر د خپلو خبرو په پای کې ولس ته ډاډ ورکړ، چې نور به په افغانستان کې د تیارو او جګړو ټغر ټولېږي او افغانستان به یوه ښه ډاډمنه راتلونکې ولري.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین