۰

په تېره یوه اونۍ کې تر ۲ زیات افغان کډوال خپل هېواد ته راغلی

سه شنبه ۳ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۶
د کډوالو چارو نړیوال سازمان وایي، په تېره یوه اونۍ کې ۲۱۶۲ افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
په تېره یوه اونۍ کې تر ۲ زیات افغان کډوال خپل هېواد ته راغلی
د کډوالو چارو نړیوال سازمان وایي، په تېره یوه اونۍ کې ۲۱۶۲ افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې (ای او ایم) لخوا د دوشنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې په راستنو شویو کډوالو کې هغه افغانان هم شامل دی، چې د پاکستاني چارواکو او پولیسو ځورولي او نیول شوي خو له زندانه تر خوشي کېدو وروسته افغان چارواکو ته سپارل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې یاد کډوال د پاکستان له پيښور او بلوچستان څخه ستانه شوي، خو په وینا یې څه نور له کراچۍ او ځینو نورو سیمو هم خپل هېواد ته د تلو زړه ښه کړی دی چي ډیری د پاکستاني پولیس د ناروا چلند له امله کډوالۍ ته مجبور شوي دی.
د کډوالو نړیوال سازمان وايي، د روان ۲۰۱۷ مېلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې دوه لکه او ۶۳ زره افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
باید و ویل شي، چې د تېرکال په پرتله سږکال د کډوالو د ستنېدو لړۍ ډېره کمه ښودل شوي ،خو نړۍ وال وايي ،اصل علت یې په افغانستان کې روانې جګړې دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین